2 Corinthians 5:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې مونږ ته دا پته ده چې زمونږ بدن لکه د دُنياوى خېمې په شان دے په کومه کښې چې مونږ اوسيږو او کله چې هغه راپرېوځى نو خُدائ پاک به مونږ ته په آسمان کښې ابدى کور راکړى کوم چې په انسانى لاسونو جوړ شوے نۀ وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه مونږ پوهیږو کله چې دا دنیاوي خېمه یعنې زمونږ بدن چې مونږ په کې اوسېږو، راولویږي، نو مونږ په اسمان کې د خدای له خوا کور لرو چې د انسان په لاس نه دی جوړ شوی او هغه تلپاتې کور دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو مُونږ په دے پوهه يُو چه زمُونږ وجُود دَ يو تمبُو په شان دے. کله چه دا تمبُو چه په مزکه دے، راوغورزولے شى نو مُونږ ته به دَ خُدائے له طرفه په آسمان کښے يوه داسے ماڼئ راکولے کيږى کُومه چه به په لاس دَ جوړ شوى کور په څير نۀ وى بلکه آبدى به وى.