2 Corinthians 5:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې مونږ ټول باید د مسیح د قضاوت د تخت په مخکې ودرېږو. مونږ هر یو د هغو کارونو له مخې چې په خپل بدن کې مو کړي دي، هغه څه تر لاسه کړو چې مونږ یې وړ یو، که هغه ښه وو او که بد.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دا ضرورى ده چه دَ مسيح دَ عدالت دَ تخت په وړاندے چه مُونږ حاضر شُو نو چه زمُونږ دَ ټولو حال څرګند کړے شى نو هر څوک به دَ خپلو هغو کارُونو بدل ومُومى کُوم چه هغوئ دَ وجُود په وسيله کړى دى که بد وى اَؤ که ښۀ.