2 Corinthians 5:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو مونږ د مالِک خُدائ د يرې نه خبر يُو او د خلقو د پوهولو کوشش کوُو. خو خُدائ پاک ته په خپله زمونږ د اخلاص پته ده او اُميد دے چې ستاسو ضمير ته به هم پته وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو له دې امله اوس مونږ پوهیږو چې د څښتن څخه وېره څه شی ده، نو مونږ کوښښ کوو چې نورو ته قناعت ورکړو. خدای مونږ ښه پېژني او زه په دې هیله یم چې تاسو هم مونږ ښه وپېژنئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو مُونږ دَ خُدائے دَ ويرے په مطلب پوهيږُو نو ځکه مُونږ دَ اِنسان دَ قانع کولو کوشِش کوُو. په خُدائے باندے زمُونږ حال ظاهر دے اَؤ دا اُميد دے چه زمُونږ حال به ستاسو په ضمير هم صفا ظاهر شوے وى.