2 Corinthians 7:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو ای ګرانو ملګرو، څرنګه چې زمونږ سره دا وعدې شوې دي، نو راځئ چې خپل ځانونه د هغو شیانو څخه چې زمونږ جسم او روح ناپاکه کوي، پاک کړو او د خدای له وېرې خپل سپېڅلتوب پوره کړو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو اَئے خوږو دوستانو! چُونکه زمُونږ سره داسے وعدے شوى دى نو راځئ چه مُونږ خپل ځانُونه دَ هر قِسمه جسمانى اَؤ رُوحانى ناپاکو نه پاک کړُو اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوُو.