2 Corinthians 7:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو ګورئ دغه د خُدائ پاک د مرضۍ غم په تاسو کښې څومره سرګرمى، عُذر، خفګان، يره، شوق، جوش او غېرت پېدا کړو. تاسو په هر جوړ دا ثابت کړل چې تاسو په دې خبره کښې څومره بېګناه يئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ګورئ، هغه خفګان چې د خدای د ارادې له مخې په تاسو راغی، هغه په تاسو کې کوم شیان راپیدا کړل: څومره جدیت او زړورتیا، د ځانونو نه د دفاع کولو شوق، قهر، وېره، لېوالتیا، غیرت او بدو کارونو ته د سزا ورکولو غوښتنه. تاسو خپل ځانونه ثابت کړل چې په هر کار کې بې ګناه یئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو ګورئ دغه خبرے چه تاسو دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق غمژن شوئ په تاسو کښے څومره سرګرمى، عُذر، خفګان، ويره، شوق، جوش اَؤ غيرت پيدا کړو. تاسو په هر جوړ دا ثابت کړل چه تاسو په دے خبره کښے بر يئ.