2 Corinthians 7:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دې زمونږ تسلى وشوه او دې تسلۍ سره سره مونږ د تيطوس په خوشحالۍ نور هم خوشحاله شُو ځکه چې ستاسو ټولو په وسيله د هغۀ زړۀ ته تسلى مِلاو شوه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په دې باندې زمونږ د ټولو تسلي وشوه. نه یوازې دا چې زمونږ تسلي وشوه، بلکې کله چې مونږ د تیتوس خوشحالي ولیدله نو نور هم خوشحاله شولو، ځکه چې د هغه روح ستاسو ټولو په وسیله تازه شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه خو زمُونږ دومره تسلى وشوه. اَؤ زمُونږ په دے هم تسلى وشوه کله چه مُونږ وليدل چه تيطوس ډير خوشحاله دے نو مُونږ ته نوره هم زياته خوشحالى حاصله شوه ځکه چه ستاسو ټولو په سبب هغۀ تسلى بيا مُونده.