2 Corinthians 7:14 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه کۀ ما د هغۀ په وړاندې ستاسو په باب کښې څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکې څنګه چې مونږ تاسو ته ټولې خبرې په رښتيا وکړې نو هم هغه شان هغه فخر چې مونږ د تيطوس په وړاندې وکړو، هغه هم رښتيا ثابت شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ما هغه ته وویل چې زه په تاسو باندې څومره ویاړم او تاسو زه نا امیده نه کړم. لکه څنګه چې ستاسو په هکله زما ټولې خبرې رښتیا وې، نو د تیتوس په وړاندې په تاسو باندې زمونږ ویاړ هم رښتیا ثابت شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ که ما دَ هغۀ په وړاندے ستاسو په باب کښے څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکه څنګه چه مُونږ تاسو ته ټولے خبرے په رښتيا وکړے هم هغه شان چه مُونږ کُوم فخر دَ تيطوس په وړاندے وکړو، هغه هم رښتيا وختلو.