2 Corinthians 7:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ زما په سخت خط تاسو غمژن شوى وئ نو زۀ په هغې پښېمانه نۀ يم، اګر چې ما په اول وخت کښې کوم غم چې د لږ وخت دپاره در ورسولو نو په هغې زۀ لږ پښېمانه وم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
حتی که تاسو زما په لیک باندې خفه شوي هم یئ، خو زه یې په لیکلو باندې پښېمانه نه یم. که څه هم کله چې ما ولیدل چې هغه لیک تاسو د لږ وخت دپاره خفه کړي وئ، نو په هغې باندې زه لږ پښېمانه وم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که چرے تاسو زما په هغه درليږلى خط غمژن وئ نو اوس په هغے پښيمانه نۀ يم. زَۀ به په دے هله خفه شوے وے که چرے ما ليدلے وے چه هغه خط تاسو غمژن کړلئ که هغه هم دَ لږ وخت دَ پاره وے.