2 Corinthians 9:13 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو ستاسو د خِدمت په وجه به هغوئ د خُدائ پاک لوئى بيان کړى. نو هغوئ او نورو ټولو ايماندارانو ته به ستاسو سخاوت دا خبره ثابته کړى چې تاسو د مسيح د زيرى تابعدار يئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو ستاسو د خدمت له امله به هغوی خدای ته جلال ورکړي، ځکه چې د هغوی او ټولو ایماندارانو په وړاندې ستاسو سخاوتمندي به دا ثابته کړي چې تاسو د مسیح د زیري منونکي او تابعدار یئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دے خدمت نه به خلقو ته ثابت شى چه تاسو نۀ يواځے دَ مسيح زيرے منئ بلکه دَ هغۀ تابعدارى هم کوئ، هغوئ به دَ دے دَ پاره دَ خُدائے شکر کوى اَؤ دَ دے دَ پاره هم چه تاسو نۀ يواځے دَ هغوئ بلکه دَ ټولو خلقو مدد دَ زړۀ دَ اِخلاصه وکړلو.