2 Corinthians 9:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې زۀ ستاسو د سرګرمۍ نه خبر يم د هغې په وجه د مِکدونيه د خلقو په وړاندې زۀ په تاسو فخر کوم او وايم چې د اخيه خلق د تير کال نه تيار دى. او ستاسو جوش په هغوئ کښې ډېر خلق راوپارول.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه زه پوهېږم چې تاسو غواړئ مرسته وکړئ. ما د مقدونیې د خلکو په وړاندې په تاسو باندې ویاړ وکړ او ومې ویل چې په جنوبي یونان کې زمونږ ورونه یو کال مخکې دې مرستې ته تیار وو او ستاسو دې لېوالتیا ډېر خلک وهڅول.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه زَۀ ستاسو دَ شوق نه خبر يم چه دَ هغے په وجه دَ مِکدونيه دَ خلقو دَ وړاندے زَۀ په تاسو فخر کوم چه دَ اخيه خلق دَ تير کال نه تيار دى اَؤ ستاسو جوش ډير خلق راوپارول.