2 Peter 1:19 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو زمونږ باور په هغه پیغام باندې چې د پیغمبرانو له خوا اعلان شوی ؤ، نور هم زیات شو. نو دا به ښه وي چې تاسو هغه پیغام ته زیات پام وکړئ، ځکه چې دا د هغې ډېوې په شان دی چې په تیاره کې ځلیږي، ترڅو سهار شي او د سهار ستوری ستاسو په زړونو کې وځلیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ زمُونږ سره دَ نبُوت هغه کلام دے کُوم چه ډير معتبر دے، اَؤ تاسو ښۀ کوئ چه په دے وجه په هغے غور کوئ چه دا يوه ډيوه ده کُومه چه دَ تيارے په ځائے کښے رڼا ورکوى، تر څو چه سحر نۀ شى اَؤ دَ صبا ستورے ستاسو په زړُونو کښے ونۀ ځليږى.