2 Peter 2:1 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو څنګه چې په بنى اِسرائيلو کښې د دروغو نبيان راوچت شوى وُو، هم دغه شان به په تاسو کښې د دروغو اُستاذان راوچت شى. هغوئ به په پټه هلاکوونکى بدعتونه راوباسى او هغوئ به د هغه مالِک نه اِنکار وکړى چا چې د هغوئ فديه ورکړې ده، او په خپلو ځانونو به زر هلاکت راولى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو لکه څنګه چې مخکې په اسراییلو کې هم جعلي پیغمبران پیدا شوي وو، همداسې به ستاسو په منځ کې هم د دروغجن استاذان راپیدا شي. هغوی به په پټه تباه کوونکی او د غلطو عقیدو تعلیم ورکوي. حتی هغوی به د هغه بادار نه هم انکار کوي چې هغوی یې په بیه اخیستي دي او په خپلو ځانونو باندې به ډېر زر تباهي راولي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو په اِسرائيلو کښے دَ دروغو نبيان هم وُو، هم دغه شان به په تاسو کښے دَ دروغو اُستاذان هم وى. هغوئ به په پټه هلاکُوونکى بدعتُونه راوباسى اَؤ دَ هغه مالِک نه به اِنکار وکړى چه دَ هغوئ فديه ئے ورکړے ده، اَؤ په خپلو ځانُونو به زر هلاکت راولى.