2 Peter 2:13 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کوم نقصان چې هغوئ نورو له ورکړے دے د هغې سزا به ورته مِلاو شى. هغوئ ته په رڼا ورځ عياشى کول خوند ورکوى، هغوئ بېعزته او بېشرمه دى. هغوئ د خپلې دوکه بازۍ نه مزه اخلى کۀ څۀ هم تاسو سره په يو دسترخوان خوراک څښاک کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د نورو خلکو سره چې هغوی کومه بدي کړې ده نو په بدل کې به یې بدي وویني. هغوی په رڼا ورځ د عیاشۍ نه خوند اخلي. دروغجن استاذان بې شرمه او بې عزته خلک دي. کله چې هغوی ستاسو سره په مېلمستیا کې کښېني، نو ستاسو د بدنامۍ سبب ګرځي، ځکه چې هغوی په خپلې غولونې باندې خوشحالیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ نورو سره په بد کولو به ورسره بد وشى. هغوئ ته په رڼا ورځ عياشى کول خوند ورکوى، هغوئ بے عزته اَؤ بے شرمه دى. هر کله چه تاسو سره خورى څښى نو هغوئ په خپل چل ول کښے عيش و عشرت کوى.