2 Peter 2:14 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ ښځو ته د زنا کارۍ په سترګو ګورى او د ګناه نه نۀ شى اوړېدے، هغوئ کمزورى خلق راګېروى، د هغوئ زړونه په حرص آموخته شوى دى، هغوئ لعنتيان دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی ښځو ته د زنا په سترګو ګوري او هېڅکله د ګناه څخه لاس نه اخلي. هغوی هغه کسان چې په خپل ایمان کې ټینګ نه دي، په دام کې رانیسي. د هغوی زړونه په حرص اموخته شوي دي او په هغوی د خدای لعنت دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغوئ ښځو ته په بدو سترګو ګورى اَؤ دَ ګُناه نه نۀ شى آؤړيدے، هغوئ بے قيامه خلق راګيروى، دَ هغوئ زړۀ په حرص آموخته شوے دے، په هغوئ به لعنت وى.