2 Peter 2:20 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او چې کله هغوئ زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د پېژندګلو په وسيله د دُنيا د سخاتوب نه خلاص شول او هغوئ په کښې بيا ګېر شول او د هغوئ نه مغلوب شول، نو د هغوئ وروستونے حال د وړومبنى نه هم ډېر بد شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه کله چې هغوی زمونږ د څښتن او خلاصوونکي عیسی مسیح د پېژندنې په وسیله د دې نړۍ د ناپاکیو څخه خلاص شول او بیا وروسته په هغو ناپاکیو کې راګېر او هغوی یې لاندې کړل، نو د هغوی وروستنی حال به د اول نه هم ډېر بد وي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چه هر کله هغوئ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح دَ پيژندګلو په وسيله دَ دُنيا دَ سخاتوب نه خلاص شول اَؤ بيا په کښے ګير شول اَؤ دَ هغوئ نه مغلُوب شول، نو دَ هغوئ ورُوستے حال دَ وړُومبى نه هم ډير بد شو.