2 Peter 3:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو د څښتن ورځ به لکه د غل د راتلو په شان راځي. په هغه ورځ به اسمانونه په یو هیبتناکه اواز له سترګو پناه شي، اسماني موجودات به وسوځي او له منځه به لاړ شي او ځمکه او هرڅه چې په هغې کې دي هغه به له منځه لاړ شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو دَ مالِک ورځ به دَ غل په شان راځى، په هغه ورځ به آسمانُونه ډير په ګړزګړُوز دَ نظر نه پناه شى، يعنے ستورى سيارے به دَ اور په سخت تاؤ سره ويلى شى، اَؤ مزکه اَؤ په هغے دَ بنى آدمو ټول کارُونه به ختم شى.