2 Peter 3:9 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
مالِک په خپل لوظ کښې سستى نۀ کوى لکه چې بعضې خلقو ته سستى ښکارى بلکې هغه ستاسو په حقله صبر کوى، او هغه غواړى چې څوک هم هلاک نۀ شى بلکې چې ټول توبه وباسى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
څښتن په خپله وعده کې ځنډ یا سستي نه کوي لکه څنګه چې ځینې خلک یې ځنډ ګڼي. هغه تاسو ته صبر کوي، ځکه نه غواړي چې څوک تباه شي، بلکې غواړي چې ټول د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
مالِک په خپل لوظ کښے ډيل نۀ کوى لکه چه بعضے خلق ډيل ګڼى بلکه ستاسو په باب کښے صبر کوى، دَ پاره دَ دے چه دَ چا هلاکت نۀ غواړى بلکه دا غواړى چه ټولو خلقو ته دَ توبے موقعه ورکړے شى.