2 Samuel 13:32 — Compare Translations

1 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو د داؤد د ورور سِمعه زوئ يوندب ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا خيال مۀ کوه چې هغوئ ستا ټول زامن وژلى دى. صِرف امنون مړ دے. په کومه ورځ چې امنون د تامار سره په زور زنا وکړه نو ابى‌سلوم د هغۀ د وژلو فېصله کړې وه.