2 Samuel 17:16 — Compare Translations

1 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
حوسى دا هم ووئيل، ”زر شئ، داؤد له پېغام ولېږئ چې د سيند سره هغه ځائ کښې شپه تېره نۀ کړى چرته چې اوبۀ کمې دى او خلق په کښې اوړى راوړى او د اُردن سيند نه دې سمدستى پورې وځى او صحرا ته دې لاړ شى، نو هغه او د هغۀ سړى به نۀ ګېريږى او نۀ به مرى.“