2 Samuel 24:13 — Compare Translations

1 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
جاد هغۀ له لاړو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې ورته وفرمائيل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”په دې کښې ستا کوم يو خوښ دے؟ ستا په مُلک کښې درې کاله قحط وى يا درې مياشتې چې خپل دشمن نه منډې وهې يا چې درې ورځې ستا په مُلک وبا راشى؟ اوس په دې باندې سوچ وکړه او ما ته ووايه چې مالِک خُدائ چا چې زۀ رالېږلے يم کوم يو جواب يوسم.“