2 Thessalonians 2:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو په مالِک کښې زمونږ ګرانو وروڼو او خوېندو، مونږ ته همېشه ستاسو په حقله د خُدائ پاک شُکر کول په کار دى، ځکه چې تاسو د خُدائ پاک اولنۍ د خلاصون غوره کړے شوې مېوه يئ کوم خلاصون چې د روحُ القُدس په وسيله ملاويږى او هغه تاسو پاکوى چې په حق ايمان راوړئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو ای څښتن ته ګرانو خویندو او ورونو! مونږ باید تل ستاسو ټولو دپاره د خدای شکر وکړو. خدای تاسو لکه د لومړني حاصل په شان د خلاصون دپاره غوره کړي یئ، هغه خلاصون چې د روح القدس په وسیله تاسو پاک او سپېڅلي او په حقیقت باندې په باور لرلو سره پیدا کیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو اَئے وروڼو! دَ مالِک خوږو! ستاسو په باب کښے په مُونږ هر وخت دَ خُدائے شکر کول فرض دى ځکه چه خُدائے تاسو دَ اول نه دَ دے دَ پاره غوره کړى يئ چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله پاک شئ اَؤ په حق ايمان راؤړئ اَؤ خلاصُون ومُومئ.