2 Thessalonians 2:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
څوک دې تاسو په هيڅ طريقه دوکه نۀ کړى. ځکه چې هغه ورځ به تر هغې نۀ راځى ترڅو پورې چې بغاوت شروع نۀ شى او بيا بېشرعې کس څرګند نۀ شى، څوک چې د هلاکېدو دپاره مقرر شوے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هېڅوک دې تاسو په هېڅ ډول ونه غولوي، ځکه چې تر هغې پورې به هغه ورځ رانه شي، ترڅو د خدای په وړاندې بغاوت رامنځته نه شي او هغه شر اچوونکی کس راښکاره نه شي چې په قسمت کې یې دوزخ دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په هيڅ شان سره دَ چا په فريب کښے مه راځئ، ځکه چه هغه ورځ به نۀ راځى تر څو چه خلق اول دَ خُدائے نه ګرزيدلے نۀ وى اَؤ دَ نافرمانئ نمائنده ظاهر نۀ شى، يعنے څوک چه دَ هلاکيدو دَ پاره مُقرر شوے وو.