2 Timothy 1:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو اوس دا زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په راتلو سره ښکاره شو چا چې مرګ نشت کړو، او هغه ژوند يې شتۀ کړو او غېر فانى ژوندون يې د زيرى په وسيله څرګند کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو اوس هغه دا فضل زمونږ د خلاصوونکي عیسی مسیح په راتللو سره مونږ ته ښکاره کړی دی. هغه د مرګ قدرت له منځه یووړ او د زېري په وسیله یې نه فناکېدونکی ژوند ښکاره کړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو اوس زمُونږ دَ خلاصوُونکى مسيح عيسىٰ په راتلو سره ښکاره شو چه مرګ ئے نِشت کړو، اَؤ غير فانى ژوندون ئے دَ هغه زيرى په وسيله څرګند کړو.