2 Timothy 1:12 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
له همدې امله زه کړاوونه زغمم، خو په هغه باندې نه شرمېږم. خو په چا باندې چې ما ایمان راوړی دی زه هغه پېژنم، ځکه زه یقین لرم چې هغه دا توان لري هغه څه چې هغه راته سپارلي دي، د خپل بېرته راتګ تر ورځې پورې یې وساتي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اؤ په دِے وجه زَۀ دا تکليفُونه هم زغمم اَؤ شرميږم نه، ځکه چه په چا چه ما ايمان راوړے دے هغه پيژنم، اَؤ زما يقين دے چه څۀ چه هغۀ ما ته سپارلى دى تر هغے ورځے پورے هغه دَ هغۀ حفاظت کولے شى.