2 Timothy 1:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ خپل خوږ زوئ تيموتيوس ته دا خط ليکم. د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى دې په تا وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه دا لیک خپل ګران زوی تیموتاوس ته لیکم. د پلار خدای او زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل، رحم او سلامتي دې وي په تا باندې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دا زما دَ خوږ زوى تيموتيوس په نُوم ليکلے شى، په تا دِ دَ پلار خُدائے اَؤ زمُونږ دَ مالِک مسيح عيسىٰ فضل رحم اَؤ سلامتى نازله وى.