2 Timothy 1:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دې وجه زۀ تا ته دا خبره دريادوم چې تۀ د خُدائ پاک د هغه نعمت اور ته پوکے ورکړه کوم چې زما د لاس د کېښودلو په وسيله تا ته حاصل دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
له دې امله تاته در په یادوم چې د خدای هغه نعمت چې زما د لاس په ایښودلو سره تاته درکړل شو، هغه د ځان سره ژوندی وساته.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دے وجه زَۀ تا ته دا خبره دريادوم چه تۀ دَ خُدائے هغه نعمت وځلوه کُوم چه زما دَ لاس دَ کيښودلو په وسيله تا ته حاصل دے.