2 Timothy 1:9 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خدای مونږ ته خلاصون راکړ او مونږ یې یو سپېڅلي ژوند ته راوبللو. دا زمونږ د عملونو له امله نه وو بلکې دا د خدای مقصد او فضل ؤ چې د ازل نه یې د عیسی مسیح په وسیله مونږ ته راکړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه مُونږ ته ئے خلاصُون راکړو اَؤ راوئے بللُو چه دَ هغۀ خلق شُو، نۀ چه زمُونږ دَ کارُونو په وسيله، بلکه په خپله خاص اِراده اَؤ دَ هغه فضل په مُطابق چه دَ مسيح عيسىٰ په وسيله په مُونږ دَ ازل نه وشو.