3 John 1:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو کۀ زۀ درغلم نو هغه کارونه به درته په ګوته کړم کوم چې هغه کوى او زمونږ خلاف فضول او بدې خبرې کوى، او لا په دې هم نۀ صبريږى بلکې زمونږ وروڼو ته د هر کلى وئيلو نه هم اِنکار کوى او څوک چې داسې کوى هغوئ هم منع کوى تر دې چې د جماعت نه يې هم شړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که زه درغلم، نو د هغو کارونو په هکله چې هغه یې کوي او زمونږ په هکله بېځایه او بدې خبرې کوي، خبرې وکړم. هغه لا په دې هم قناعت نه کوي، بلکې مېلمنو مسیحیانو ته د هرکلي ویلو نه هم انکار کوي او نور هم نه پرېږدي چې هغوی ته هرکلی ووایي او د هغوی مرسته کوونکي د کلیسا څخه شړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که زَۀ درغلم نو هغه کارُونه به درته په ګُوته کړم کُوم چه هغه کوى. هغه زمُونږ په خلاف بے بُنياده اَؤ سپک تهمتُونه لګوى، اَؤ لا په دے هم نۀ صبريږى بلکه زمُونږ ورُوڼه هر کلى ته پريږدى قدرِ هم نه، اَؤ څوک چه داسے کوى هغوئ هم منع کوى تر دے چه دَ جماعت نه ئے هم وباسى.