Acts 1:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ ووئيل چې، ”اے د ګليل خلقو، تاسو دلته ولې ولاړ يئ او بره آسمان ته ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چې ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هغه به هم په دې طريقه واپس راشى څنګه چې تاسو هغه آسمان ته په تلو وليدو.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او ویې ویل: «ای جلیلیانو، تاسو ولې دلته ولاړ یئ او اسمان ته ګورئ؟ دغه عیسی چې ستاسو څخه اسمان ته پورته بوتلل شو، لکه څنګه چې لاړ او تاسو ولیده، نو همداسې به بېرته راشي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے ګليليانو! تاسو دلته څۀ له آسمان پلو ځير ځير ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چه ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هم په دغه لار به بيا راځى په کُومه چه تاسو دَ تلو په وخت وليدلو.“