Acts 1:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ هغه بالاخانې ته لاړل چرته چې هغوئ دېره وُو. څوک چې هلته موجود وو هغوئ کښې پطروس، يوحنا، يعقوب، اندرياس، فيليپوس، توما، برتلماۍ، متى، يعقوب د حلفئ زوئ، شمعون ننګيالے او يهوداه د يعقوب زوئ وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې هغوی ښار ته ورسېدل، نو هغې بالاخانې ته پورته شول چې هغوی په کې د یو څه وخت دپاره اوسېدل. کوم رسولان چې هلته تللي وو هغوی پطروس، یوحنا، یعقوب، اندریاس، فیلیپوس، توما، بارتولما، متي، د حلفي زوی یعقوب، شمعون سرتېری او د یعقوب زوی یهودا وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ښار ته چه هغوئ ورننوتل نو هغه بالا خانے له لاړل په کُومه کښے چه هغوئ ديره وُو، يعنے پطروس اَؤ يوحنا اَؤ يعقُوب اَؤ اندرياس، فيليپوس اَؤ توما، برتلمائ اَؤ متى، يعقُوب دَ حلفئ زوئے، شمعُون ننګيالے اَؤ يهُوداه دَ يعقُوب زوئے.