Acts 1:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
«ای خویندو او ورونو! د خدای د کلام هغه پېشګویي باید رښتیا شي چې روح القدس د داود په خوله د یهودا په هکله چې د عیسی د نیوونکو لارښوونکی ؤ، کړې وه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ وئے وئيل، ”زما ملګرو! په صحيفو کښے هغه پيشن ګوئى به خامخا تر سره کيده کُومه چه دَ داؤد په خُلۀ رُوحُ القُدس دَ يهُوداه په حقله کړے وه چه هغه به دَ عيسىٰ دَ ګرفتارولو دَ پاره مُخبرى کوى.