Acts 1:20 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او پطروس ووئيل چې، ”په زبور کښې دا ليکلى دى چې، د هغۀ کور دې وران شى او داسې څوک دې پاتې نۀ شى چې په هغې کښې اوسى. او د هغۀ د مشرۍ مقام دې نورو خلقو ته حواله شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو ځکه د زبور په کتاب کې لیکل شوي دي: وران او ویجاړ دې شي د هغه د اوسېدلو ځای په هغه کې دې هېڅوک نه اوسي او همدارنګه لیکل شوي دي: د هغه مقام دې بل څوک ونیسي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
”په زبُور کښے دا ځکه ليکلى دى چه : ”دَ هغۀ کور دِ وران شى اَؤ داسے څوک دِ پاتے نۀ شى چه په هغے کښے اوسى.“ اَؤ بيا دا چه : ”دَ هغۀ کار دِ بل څوک واخلى.“