Acts 1:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ د خپل مرګ نه پس هغوئ ته ځان څرګند کړو او هغوئ ته يې ډېر ثبوتونه پېش کړل چې هغه ژوندے دے او تر څلوېښتو ورځو هغه هغوئ ته ښکاره کېدو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله تعليم ورکولو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی د خپلې مړینې څخه وروسته خپل ځان رسولانو ته وښود او ډېر ثبوتونه یې وړاندې کړل چې هغه ژوندی دی او تر څلوېښتو ورځو پورې څو څو ځلې هغوی ته ښکاره شو او د هغوی سره یې د خدای د پاچاهۍ په هکله خبرې وکړلې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ دَ خپل مرګ نه پس په هغو ځان څرګند کړو اَؤ دَ دے پُوره ثبوت ئے ورکړو چه هغه ژوندے دے اَؤ پُوره څلويښت ورځے هغه په هغوئ پيښيدو اَؤ هغوئ ته ئے دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله تعليم ورکاوو.