Acts 1:4 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ترڅو چې هغه د هغوئ سره وو نو هغۀ هغوئ ته حکم وکړو چې، ”يروشلم مۀ پرېږدئ، بلکې د هغه وعدې انتظار وکړئ چې زما پلار کړې ده، د کومې په حقله چې تاسو زما نه اورېدلى دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه وخت چې عیسی لا د هغوی سره ؤ، هغوی ته یې حکم وکړ: «د اورشلیم څخه لاړ نه شئ بلکې د هغې وعدې انتظار وباسئ چې زما پلار کړې ده او د هغې په هکله مې تاسو ته ویلي وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تر څو چه هغه دَ هغوئ سره ملګرے وو نو هغوئ ته ئے حُکم ورکړو چه دَ بيتُ المُقدس نه مه وزئ اَؤ دا ئے ووئيل چه تاسو خامخا اِنتظار وکړئ دَ دے دَ پاره چه هغه وعده چه زما پلار کړے ده اَؤ ما ئے تاسو ته ذکر کړے دے، پُوره شى.