Acts 10:22 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ کورنيليوس صوبه دار رالېږلى يُو څوک چې دينداره او صادق سړے دے او د يهوديانو ټول قوم د هغۀ قدر کوى. هغۀ ته يوې مقدسې فرښتې ووئيل چې تا خپل کور ته راوغواړى چې ستا نه پېغام واورى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی ځواب ورکړ: «مونږ قوماندان کورنیلیوس رالېږلي یو. هغه یو نېک او داسې سړی دی چې له خدایه وېریږي او د ټولو یهودیانو په نظر کې ډېر عزتمن سړی دی. د خدای فرښتې هغه ته ویلي وو چې تا خپل کور ته راوغواړي او څه چې وایې هغه یې واوري.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغوئ جواب ورکړو چه ”مُونږ دَ کورنيليوس صوبه دار سړى يُو څوک چه ښۀ اَؤ ديندار سړے دے اَؤ ټول يهُودى قوم ئے هم نيک نام ګڼى. هغۀ ته يوے فرښتے وينا کړے وه چه تا خپل کور ته راوغواړى اَؤ څۀ چه تۀ وائے هغه واؤرى.“