Acts 10:28 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېر‌يهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
پطروس هغوی ته وویل: «تاسو ته ښه معلومه ده چې د یهودیانو دپاره دا ناروا ده چې د غیریهودیانو سره ناسته ولاړه او یا ملګرتیا وکړي. خو خدای ماته دا راښودلي دي چې زه باید هېڅوک هم ناپاکه او نجس ونه ګڼم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا ئے هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو ته ښه معلُومه ده چه دَ يهُودى دَ پاره دا ناروا دى چه دَ چا غير قوم سړى کور ته دِ لاړ شى يا ورسره څۀ تعلُق ولرى، خو خُدائے ما ته صفا ښيلى دى چه زَۀ هيچا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.