Acts 10:30 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کورنيليوس ورته جواب ورکړو چې، ”څلور ورځې مخکښې هم دا وخت درې بجې ما خپل کور کښې دُعا کوله چې ناڅاپه يو سړے په پړقېدونکو جامو کښې زما د وړاندې ودرېدو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کورنیلیوس وویل: «څلور ورځې کیږي چې په همدې وخت کې یعنې د ماسپښین په درې بجو زه په خپل کور کې په دعا کولو بوخت وم چې ناڅاپه یو سړی چې ځلېدونکي کالي یې اغوستي وو، زما په مخکې ودرېده
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کورنيليوس ورته ووئيل چه ”څلور ورځے کيږى چه هم دا وخت وو چه زَۀ دلته په کور کښے دَ ماسپښين په عبادت کښے مشغُول وم چه ناڅاپى يو سړے زما په مخکښے ودريدو چه زلقيدُونکى جامے ئے آغوستے وے.