Acts 10:33 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو ما سمدستى تا پسې پېغام وړُونکى درولېږل نو دا ستا ډېره مهربانى ده چې تۀ دلته راغلې. اوس مونږ ټول دلته د خُدائ پاک په حضور کښې په دې طمع ناست يُو چې کوم کلام چې تاسو د مالِک نه حاصل کړے دے هغه واورو.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو سمدلاسه مې تا پسې سړي درولېږل او تا ډېر ښه کار وکړ چې دلته راغلې. نو اوس مونږ ټول دلته د خدای په حضور کې حاضر یو چې د هرڅه په هکله چې څښتن تاته حکم کړی دی، هغه واورو.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو ما په هغه ساعت په تا پسے اَستازى درواستول اَؤ دا ستا ډيره مهربانى ده چه تۀ دلته راغلے. اوس مُونږ ټول دلته دَ خُدائے په وړاندے يو ځائے يُو چه هر څۀ چه مالِک تا ته حُکم کړے دے هغه واؤرُو.“