Acts 10:38 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او تاسو خبر یئ چې خدای څنګه ناصري عیسی په روح القدس او په خپل قدرت سره مسح کړ. هغه به هرځای ته تللو او د خلکو سره به یې نېکي کوله او کوم خلک چې د شیطان په بند کې وو هغوی ته به یې شفا ورکوله، ځکه چې خدای ورسره مل ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
يعنے دَ عيسىٰ ناصرى په باب کښے چه خُدائے هغه څنګه په رُوحُ القُدس اَؤ په قدرت مسح کړو. هغه به په هر ځائے ګرزيدو اَؤ هغۀ ټولو سره ئے ښه کول اَؤ څوک چه دَ اِبليس په قبضه کښے وُو هغه به ئے جوړول ځکه چه خُدائے دَ هغۀ سره وو.