Acts 10:42 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغۀ مونږ ته دا حُکم وکړو چې خلقو ته زما بيان وکړئ او دا ګواهى ورکړئ چې هم دا عيسىٰ دے چې خُدائ پاک د ژوندو او مړو دپاره د منصف په طور مقرر کړے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی مونږ ته حکم کړی چې خلکو ته وعظ وکړو او دا شهادت ورکړو چې دا هغه څوک دی چې خدای په مړو او ژوندیو باندې قاضي ټاکلی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغۀ مُونږ ته حُکم وکړو چه خلقو ته دَ هغۀ حُکم ورسوُو اَؤ دَ دے خبرے شهادت وکړُو چه هم هغه خُدائے پاک دَ ژوندو اَؤ مړو دَ منصفئ دَ پاره مُقرر کړے دے.