Acts 11:19 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د ستِفانوس د مرګ نه وروستو د ډېرو تکليفونو په وجه ايمانداران خوارۀ وارۀ شول او د هغوئ سر ان تر دې چې فينيکې، قبرص او اَنطاکيه ته ورسېدلو او په دې وخت کښې هغوئ صرف او صرف يهوديانو ته د خُدائ پاک کلام اورولو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغې ځورونې له امله چې د استیفان د مړینې نه وروسته پیل شوه، ځینې ایمانداران خواره واره شول او د فنیقیې، قبرس او انطاکیې پورې لاړل. هغوی خپل پیغام یوازې یهودیانو ته ورساوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دے دوران کښے کُوم دَ عيسىٰ منُونکى چه دَ هغه تنګسيا په وجه چه ستِفانوس مړ کړے شو، خوارۀ وارۀ شوى وُو، هغوئ فينيکے، قبرص اَؤ اَنطاکيه ته رسيدلى وُو اَؤ تش يهُوديانو ته ئے زيرے واؤرولو اَؤ نورو ته نه.