Acts 11:26 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې يې هغه پېدا کړو نو هغه يې اَنطاکيه ته ولېږلو او پوره يو کال برنباس او ساؤل په شريکه د جماعت خِدمت کولو او ډېرو خلقو له يې تعليم ورکولو. په اَنطاکيه کښې مريدانو ته په اول ځل عيسايان ووئيلے شُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
چې کله یې شاوول پیدا کړ، نو هغه یې انطاکیې ته راوست او برناباس او شاوول پوره یو کال هلته د ایماندارانو سره یوځای کېدل او ډېرو خلکو ته یې تعلیم ورکاوه. او همدلته په انطاکیه کې ؤ چې د لومړي ځل دپاره ایمانداران د مسیحیانو په نوم یاد شول.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هر کله چه ئے هغه ومُوندو نو هغه ئے اَنطاکيه ته راوستلو اَؤ پُوره يو کال هغوئ په يو ځائے په جماعت کښے پاتے شول اَؤ ډيرو خلقو ته ئے تعليم ورکړو. اَؤ هم دلته په اَنطاکيه کښے دَ عيسىٰ منُونکى اول ځل مسيحى وبللے شول، يعنے عيسايان.