Acts 11:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
”زۀ د يافا په ښار کښې وم او دُعا مې کوله چې بې‌هوشه شوم او رويا مې وليده چې د يو لوئ څادر په شان يو څيز د څلورو ګوټونو نه د آسمان نه راښکته کېدو او ما پورې راورسېدو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه وویل: «زه د یافا په ښار کې وم او دعا مې کوله چې بې هوشه شوم او رویا مې ولیدله چې د یو لوی دسترخوان په شان یو شی چې د څلورو څنډو څخه راځوړند ؤ او د اسمان نه د ځمکې خواته راښکته کېده او ما پورې راورسېده.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
”زَۀ دَ يافا په ښار کښے وم اَؤ دُعا مے کوله چه بے هوشه شوم اَؤ رويا مے وليده چه دَ لوئے څادر په شان يو څيز چه په څلورو ګوټُونو دَ آسمان نه راښکته کيدو اَؤ ما ته راورسيدو.