Acts 12:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ د وړومبې او دوېمې څوکۍ نه واوړېدل او د اوسپنې هغه دروازې ته راورسېدل کومه چې ښار ته وتې وه. دا د هغوئ دپاره په خپله کولاو شوه او دوئ ترې نه ووتل. کله چې هغوئ په کوڅه کښې روان وُو نو څۀ ګورې چې فرښته د هغۀ سره نۀ وه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی د لومړۍ او دوهمې پوستې څخه تېر شول او د اوسپنې هغې دروازې ته ورسېدل چې د ښار خواته وتلې وه. دروازه په خپله خلاصه شوه او هغوی دباندې راووتل. هغوی په یوه کوڅه کې روان وو او ناڅاپه فرښته د پطروس له سترګو پناه شوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو دوئ دَ سپاهيانو اولنئ څوکئ ته ورسيدل، بيا دويمے ته اَؤ بيا دَ اوسپنے هغے دروازے ته ورسيدل چه ښار ته وزى. اَؤ دروازه ورته په خپله خلاصه شوه اَؤ دغه شان هغوئ بهر راووتل اَؤ په يوه کوڅه تير شول اَؤ فرښته دَ هغۀ نه لاړه.