Acts 12:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو پطروس هغوئ ته د چپ کېدو اِشاره وکړه او ټوله قيصه يې ورته بيان کړه چې مالِک هغه څنګه د قېدخانې نه بهر راوويستو. نو بيا هغۀ ووئيل چې، ”يعقوب او زمونږ نور وروڼه په دې واقعه خبر کړئ.“ او بيا هغه بل ځائ ته روان شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو پطروس د لاس په اشاره هغوی ته وویل چې غلي شئ او هغوی ته یې دا کیسه وکړه چې څښتن څنګه هغه د زندان څخه راوویست. هغه وویل چې یعقوب او نور ایمانداران له دې څخه خبر کړئ. بیا هغه روان شو او بل ځای ته لاړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو هغۀ دَ لاس په اِشاره هغوئ ته ووئيل چه ”چپ شئ!“ اَؤ دا قيصه ئے ورته تيره کړه چه مالِک څنګه هغه دَ قيدخانے نه راوويستو. هغۀ ووئيل چه ”يعقُوب اَؤ نور ورُوڼه په دے خبر کړئ.“ بيا هغه دَ کور نه روان شو اَؤ بل چرته لاړو.