Acts 12:20 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هيروديس د صور او د صيدا خلقو ته په قهر وو نو په دې وجه هغوئ ورته د صلحې دپاره جرګه ورولېږله ځکه چې د هغوئ ښارونه د خوراک دپاره د هيروديس د مُلک محتاجه وُو. د سفارش کولو دپاره جرګې خپل ځان سره د بادشاه د دربار ناظر بلستوس ملګرے کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هیرودیس د صور او صیدون په خلکو ډېر په قهر ؤ. هغوی سره راټول شول او هغه ته ورغلل. لومړی هغوی بلاستوس چې د پاچا د ماڼۍ ناظر ؤ، په دې راضي کړ چې د هغوی سره به مرسته وکړي. بیا هغوی د هیرودیس څخه وغوښتل چې روغه جوړه ورسره وکړي، ځکه چې د دوی وطن ته خوراکي شیان د هیرودیس پاچا د وطن څخه راتلل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه دَ څۀ وخت راسے دَ صور اَؤ دَ صيدا خلقو ته په قهر وو نو هغوئ په يو آواز دَ هغۀ عدالت ته ورغلل. هلته هغوئ دَ بادشاه دَ خوابګاه بلستوس نومے ناظر دَ ځان سره کړو اَؤ صُلح ئے وغوښتله ځکه چه دَ هغۀ ملک دَ خوراک دَ څيزُونو دَ پاره دَ بادشاه دَ ملک محتاج وو.