Acts 12:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د ګرفتارولو نه وروستو يې هغه په قېد کښې واچولو او د سپاهيانو څلور ډلو ته يې حواله کړو چې د دۀ څوکيدارى کوى. د هيروديس دا خيال وو چې د فسح د اختر نه وروستو به يې د خلقو په وړاندې فېصله واوروى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې هغه پطروس ونیوه، نو په زندان کې یې واچاوه او هغه یې څلورو ډلګیو ته چې په هر یو کې څلور څلور عسکره وو، وسپاره چې ساتنه یې وکړي. هیرودیس د دې نیت درلود چې د فسحې د اختر څخه وروسته هغه د ټولو خلکو په مخکې محاکمه کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چه پطروس ئے ګرفتار کړو اَؤ دَ سپاهيانو دَ لاندے چه دَ څلورو څلورو سړو څلور ټولى وُو، دَ هغوئ په څوکيدارئ کښے ئے په قيد خانه کښے وساتلو. خيال ئے دا وو چه دَ فسح دَ اختر نه پس به ئے خلقو ته وړاندے کړم.