Acts 12:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
چې ناڅاپى د مالِک خُدائ يوه فرښته هلته ودرېده او په کوټڼۍ کښې رڼا وځلېده. هغې د پطروس اوږه وخوځوله او راويښ يې کړو او ورته يې وفرمائيل، ”زر شه، راپاڅه.“ نو په دې کښې زولنۍ د پطروس د مړوندونو نه وغورزېدلې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ناڅاپه د څښتن فرښته راښکاره شوه او په کوټه کې رڼا وځلېدله. فرښتې د پطروس اوږه وخوځوله او هغه یې راویښ کړ او ورته ویې ویل: «زر شه، پاڅېږه.» سمدلاسه د پطروس د لاسونو څخه زنځیرونه ولوېدل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه نا څاپى دَ خُدائے يوه فرښته هلته ودريده اَؤ په کوټڼئ کښے رڼا وځليده. هغے دَ پطروس اوږه وخوزوله اَؤ راويښ ئے کړو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زر شه! پاڅه!“ اَؤ زنځيرُونه دَ هغۀ دَ مړوندُونو نه پريوتل.