Acts 13:1 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د اَنطاکيه په جماعت کښې نبيان او اُستاذان وُو، برنباس، شمعون چې په تور ياديږى، لوکيوس کرينى، مناهين چې د هيروديس حاکِم سره يو ځائ لوئ شوے وو، او ساؤل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د انطاکیې په کلیسا کې ځینې پیغمبران او استاذان وو لکه برناباس، شمعون چې د تور په نوم یادېده، لوکیوس قیرواني او مناحم چې د هیرودیس پاچا سره لوی شوی ؤ او شاوول هم د هغوی سره ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ اَنطاکيه په جماعت کښے ځنے نبيان اَؤ اُستاذان وُو، برنبا اَؤ شمعُون چه ورته نيجر يعنے تور وائى، اَؤ لُوکيوس کرينى اَؤ مناهين چه دَ هيروديس حاکم سره يو ځائے لوئے شوى وُو، اَؤ ساؤل.