Acts 13:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو ګوره اوس، مالِک خُدائ ستا خلاف شو. تۀ به ړوند شې او د څۀ وخت پورې به تۀ د نمر رڼا نۀ وينې.“ سمدستى د هغۀ په سترګو خړه راغله او په ټَپو شو او بيا هغۀ لاسونه ټپول چې د لاس نه يې څوک ونيسى او بو يې ځى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
اوس ګوره، څښتن به تاته سزا درکړي او ته به ړوند شې او تر یو وخته پورې به د لمر رڼا نه وینې.» نو سمدلاسه د هغه په سترګو باندې خړه او تیاره راغله او لاس او پښې یې تپولې چې څوک راشي او له لاسه یې ونیسي او هغه بوځي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ګوره! مالِک به اوس تاله سزا درکړى، ته به ړُوند شے اَؤ څۀ وخت پورے به تۀ دَ نمر رڼا ونۀ وينے.“ بيا هغه دم دَ هغۀ په سترګو دُوند اَؤ تيارۀ راغله اَؤ هغۀ لاسُونه ټپول چه څوک مے دَ لاسه ونيسى اَؤ روان مے کړى.